Google tips and tricks in pashto

Google
Tips & tricks
اسلام علیکم ! 
د ګوګل څخه په کم وخت کی ډیره ګټه اخيستنې لپاره د ګوګل tips and tricks باندي پوهیدل ډیر ضروری دي نو خوږو دوستانو په دغه پوسټ کې مي ستاسو لپاره یو څو ډیر ګټور د ګوګل tips and tricks تشريح کړی دي
هیله لرم چی ستاسو د خوښی وړ وګرځي.

ژباړونکی مقبول افغان 



1
که زه تاته ووایم  7896554007 دغه نمبر څومره کیږی شاید ته وارخطا شی یا ماشین کی ورته حساب شروع کړی 
مګر ګوګل دغه عدد تاته په سکینډ کی حساب کوی چی څومره کیږی 
مثال زه غواړم چی ګوګل ماته ووایه دغه نمبر 938837373 څومره کیږی نو زه ګوګل خلاصوم داسی ليکم
938837373=English
سرچ بټن باندی کلیک کوم
ګوګل تاته دغه نمبر په لفظي ډول تشريح کوی لاندی سکرین شاټ کی بيلګه ده
Google tips and tricks in pashto
2
که د فلمونو. ډارمو یا هم سندرو په کتلو او اوریدلو  کی دلچسپي لری نو دغه ټیپ ستا لپاره ده.
که غواړی چی دخپلی خوشی فلم په انټرنیټ کی وګوري یا یې ډانلوډ کړی مګر کله چی ته ګوګل کی دخپلی خوشی فلم نوم سرچ کړی تاته ګوګل زرګونه ویب سایټونه راړوی په هغو کی زیاتره پیسی غواړی او زیاتره ستاسو وخت ضایع کوی مګر ستاسو کار نه حل کوی  
نو دغه لڼډه طریقه ستاسو د خوښي نوي او زاړه  فلمونه مفت او په لومړی کلیک کی تاسو ته راوړي 
لومړی. ګوګل خلاص کړه
دوهم. د خپلی خوشی فلم نوم ولیکه
دریم. دفلم نوم لیکلو ورسته  (Google drive ) ولیکه       

دبيلګي په توګه زه غواړم iron man په نامه فلم وګورم زه لیکم 
 ( iron man movie Google drive)Google tips and tricks in pashto او سرچ بټن باندی کلیک کوم.
وګوره ګوګل ماته هغه ټول پایلونه راوړولو کوم چی د iron man movie په نامه ګوګل ډاریو کی محفوظ شوی وه
Google tips and tricks in pashto
.3
که دکوم چا عکس لري او غواړی چی دهغه شخص په اړه معلومات پیدا کړی چی هغه څوک د کوم ځای څه کار کوی نو دغه ټیپ ستا لپاره ده.
لومړی ګوګل خلاص کړه 
دوهم ګوګل کونج کی د image افشن باندی کلیک وکړه
Google tips and tricks in pashto
دریم ګوګل سرچ بار کی دکیمری افشن باندي کلیک وکړه
Google tips and tricks in pashto
څلورم دهغه عکس  لینک فیسټ کړه یا هغه عکس له ګالری نه اپلوډ کړه دکوم کس په اړه چی ته معلومات غواړی 
ورسته search by image افشن باندی کلیک وکړه
ګوګل به تاته هغه ټول معلومات راواړوي کوم چی ددغه شخص پوری مربوط وی.

4
دغه طريقه دهغه کسانو لپاره ده کوم چی دخپلی خوشی په شان نور ويب سایټونه.  ګيمونه. په لټون کی وي
مثال:
زه غواړم چی ګوګل ماته هغه ټول سایټونه راواړوي کوم چی د یوټوب په شان مشهوره او دیوټوب په رکم ښايسته ویډیوګانی لري نو زه ګوګل کی داسی ليکم
Related:YouTube.com
اوس ګوګل ټول هغه مشهور د ویډیوګانو سایټونه راواړول کوم چی د یوټوب په شان دي 
5
دغه ټیپ د هغه دوستانو لپاره ډیر ګټور ده دکوم چا څخه چی مبایل ورک شوی وی او غواړي چی خپل ټول پایلونه بیرته لاس ته راوړی یا یې له هغه مبایل نه ډیلیټ کړی آن تردی چی دغه ټیپ کی ستاسو آخيري location  هم درته ښايي 
لومړی ګوګل خلاص کړه
دوهم داسی ولیکه  (find my device)

دریم په لومړی ویب سایټ کلیک وکړه
څلورم اوس دغه ویب سایټ کی هغه ایډی خلاصه کړه کومه ایډی چی ستا په ورک شوی مبایل کی خلاصوه
اوس له دغه ویب سایټ څخه دخپل ورک شوی مبایل ټول پایلونه کتلی شئ

6
دغه ټیپ دهغه دوستانو لپاره ده کوم څوک چی خپل زیاتره وخت په کمپيوټر کی د ریپورټ لیکلو. مقالي  لوستلو. یا هم انلاين وظيفي اجرا کولو کی مشغول وی او غواړی چی د کم وخت لپاره کوم ګیم وکړی 
لومړی ګوګل خلاص کړه
دوهم داسی وليکه (pacman doodle game )
دریم سرچ بټن باندی کلیک وکړه
ګوګل به  تاته هغه ټول ګیمونه راواړوي کوم چی ته پرته له انسټال کولو څخه فلی کولی شی .

دوستانو ګوګل په زرګونه  tips and trick لری نو دغه ناممکن ده چی سړی دی په یو پوسټ کی تشریح کړی اوس هم پوسټ راڅخه ډیر لوی شو ما هڅه کوله چی کم پوسټ کی ډیرڅه درسره شریک کړم نو دی نن لپاره همدومره
نور به بیا ان شاءالله په راتلونکې پوسټ کی درته تشريح کړم

که کومه پوښتنه لرئ مهرباني وکړه په کمینټ کی راته ووایه !

Post a Comment

0 Comments